په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند راندیر جيسوال د مرغومی په ١٧مه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريدونو په اړه خپل اندېښنه څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه: موږ د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي افغانانو په سر د هوایي بریدونو په اړه د رسنیو راپورونو ته پاملرنه کړې ده. موږ په بې ګناه ملکي وګړو هر ډول برید په کلکه غندو. د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي: دا د پاکستان پخوانی کړنلاره دی چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي.
د ایرنا د راپور له مخې، دوه اونۍ مخکې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د څو ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول.
د پیغام پای/
Your Comment